سیاست

د ايران جمهور رييس : که چيرې ښه نيت ووينو؛ له ا مريکا سره خبرې کوو

تهران باختر داسد١٦
دايران نوى جمهور رييس حسن روحاني ددغه هيواد داټومي دوسيې په باب وويل : د ايران دجمهور رييس په توګه اعلاموم چې د ايران د اسلامي جمهوريت نظام د ايران د خلکو دحقوقو په ساتنې سره د مقابل لوري د انديښنو دلرې کولو اراده لري او د انديښنو له لرې کولو سره جوخت به مقابل لوري هم په پام کې ونيسي.
ده وويل: که چيرې د ايران مقابل لوري هم دغه سياسي اراده ولري، په ډيرلنډ وخت کې به مطلوبه نتيجه ترلاسه کړو.
روحاني پرون د ايران دجمهور رييس په توګه په خپل لومړني مطبوعاتي کنفرانس کې د امريکايي مقاماتو په دوه ګونو کړنو اوخبرو  په نيوکې سره وويل: که چيرې د ايران نوى دولت دامريکا د دولت په چلند کې ښه نيت وويني اواحساس کړي چې مستقيمې خبرې کولى شي د ايران ملي ګټې تامين کړي، مستقيمو خبرو ته به چمتو وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته