اقتصاد

تبصره: اقتصادي پروژې د سيمې د ټيکاو لپاره عامل

کابل باختر د چنګاښ اتلسمه :
د سيمې په کچه د سترو اقتصادي پروژو د عملي کولو لپاره صادقانه هلې ځلې او د وسيلې په توګه له دغو پروژو څخه د استفادې له مفکورې سره تېريدل کولى شي سيمه د سوکالۍ او همکارۍ په  لور  رهبري کړي او د زياترو هغو ستونزو او بحرانونو د حل کولو لپاره عامل وي چې همدا اوس سيمه ګواښوي.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
سيمه او په هغه کې شامل هېوادونه نن له زياترو ستونزو او آن له بحرانونوسره  مخامخ دي چې د غلطو مفکورو او تفکر زيږنده دي چې د زياترو هېوادونو له لوړتيا غوښتنو او سليقوي نظر څخه سرچينه اخلي. په داسې حال کې چې په حوزه کې شامل هېوادونه د اقتصادي رکود او بې وزلۍ له امله له جدي ستونزو سره  مخامخ دي .
په وروستيوکلونوکې د ټاپي او د کاسا _ ١٠٠٠ د پروژو، د وريښمو د لارې  د اجراکولو او د اوسپنې د پټلۍ د پراختيا د پروژو په شان د سيمې په کچه  سترې اقتصادي پروژې طرحه او ځينې يې عملي شوې دي او د نورو پروژو د عملي کولو لپاره هم خبرې اترې دوام لري چې په ټوليزه توګه کولى شي د دې زيرى ورکړې  چې سيمه د همکارۍ او همغږۍ په لور ګام اخلي .
په دې وروستيو وختوکې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د تاجکستان په دوشنبه ښارکې په يوه نړيواله  غونډه کې ګډون وکړ چې د کاسا _ ١٠٠٠ د پروژې د تحقق د څرنګوالي په باب جوړه شوه او په کابل کې هم په يوه اکاډميکي علمي غونډه کې د ټاپي د پروژې په باب چې  د افغانستان له تګلوري څخه پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د ليږدونې  زمينه برابروي، وڅيړل شوه .
په دواړو غونډو کې  په دې ټينګار وشو چې د سيمې سوله او ټيکاو په سيمه ييزو همکاريو لګښتي دي او يوازې همدغه انتخاب دي چې کولى شي په سيمه کې  سوکالي او ثبات تامين کړي او داقتصادي ودې او د بې وزلۍ د له منځه وړلو زمينه برابره کړي .
  هغه څه چې د دغه شان پروژو په عملي کولوکې د افغانستان د دولت او خلکو ونډه ده، عملي شوې او هيله کيږي هغه نور هېوادونه چې په دغو پروژوکې  شامل دي، هم په کار لاس پورې کړي او د هغو د تحقق او عملي کولو لپاره کار وکړي .
په ټوليزه توګه افغانان په دې عقيده دي چې د سيمې سوله او ثبات د صادقانه همکاريو غوښتنه کوي. که چيرې کوم هېواد د سيمه ييزې سولې او سوکالۍ په باب فکر کوي، بايد د وسيلې په توګه له اقتصادي پروژوڅخه د استفادې له مفکورې څخه لاس واخلي او د افغانستان د مشرتابه په شان په دې عقيده وي چې د ډار اچونې د ودې په شان له شتو بحرانونو څخه د سيمې ژغورنه له سترو اقتصادي پروژو په تطبيق پورې تړاو لري .
د افغانستان دولت دغه شان  يوې موخې ته د رسيدو په مقصد په تېرو پنځلسو کلونوکې په دغه شان پروژو تمرکز کړى دى او په دې ټينګار کوي، تر هغه وخته پورې  چې په سيمه کې د سولې مفکوره واکمنه نه شي، په هېوادونوکې سوله نه تامينيږي .
  کله چې طرحه کيږي چې جګړه د سولې تګلورى نه شي ټاکلى، کله چې طرحه کيږي چې ډار اچونه نه پخلا کيدونکې ده، دې ته اړتيا ده چې سيمه د سترو اقتصادي پروژو په لور رهبري شي. ځکه  څومره چې  په سيمه کې اقتصاد وده کوي، په هماغه اندازه له بې ثباتۍ څخه ويره کمه وي. په همدې دليل اقتصادي پروژې څومره چې اقتصادي فرصتونه برابروي، د سيمې په کچه د امنيتي چلنجونو په حل کولوکې هم مرسته کوي .
  نوښه به وي چې په سيمه کې سترو اقتصادي پروژو ته د ستراتيژيکي پروژو په توګه وګورو چې د همکاري، همغږي، زغم او سوکالي لپاره به عامل وي .
د وسيلې په توګه له دغو پروژو څخه د استفادې په شان منفي مفکورې او يا له هغو څخه د يو هېواد يا نورو هېوادونو په تجريدولو ټينګار، د سيمه ييزو شخړو د حل کولو لپاره زموږ ژمنه کمرنګه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته