امنیت

په لسګونو تنه طالبان له دريو تنو قوماندانانو سره يې ووژل شول .

کابل باختر د وږي  دويمه :
دوسله والو طالبانو دډلې  ددريو تنو قوماندانانو په ګډون په لسګونو تنه وسله وال طالبان  نن په هلمند ولايت کې ووژل شول .
  دهلمند ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول ويلي دي چې دغه طالبان  دهوايي بريدونو  او له امنيتي ځواکونوسره په مستقيمو  نښتو کې وژل شوي او اته تنه نور ياغيان  ټپيان شوي دي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې چې په ګرشک ولسوالۍ کې دهوايي بريد له امله درهنما اومدني په نومونو  دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه مشهور قوماندانان له دولسو تنو افرادو سره يې وژل شوي دي
دغه راز ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددوو جلا جلا هوايي بريدونو له امله  هم اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل :د تيمور بند په سيمه کې  هم دامنيتي ځواکونو  دکمين له امله دسهار په نامه دطالبانو يوقوماندان له خپل  يوه ساتونکي سره وژل شوى دى .
  دده دڅرګندونو له مخې: دهلمند ولايت دناوې او ګرشک په ولسواليو کې هم دجلا جلا نښتو په بهير کې  شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته