ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې ٣٦ تنه ووژل شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٤  :
دکابل _ قندهار په  لويه لاره کې دترافيکي پيښې له امله  ٣٦ تنه ووژل شول او  ٢٥ تنه نور ټپيان شول .
دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک د دغې پيښې په تائيدولو سره وويل :
دغه پيښه نن سهار د شپږنيمو بجو په شاوخوا کې دکابل _ قندهار دلويې لارې په اوږدو کې دزابل ولايت مرکز قلات ښارته څيرمه په جلدک سيمه کې رامنځته شوه  چې يوه مسافروړونکي موټر دتيلو له يوه ټانکرسره ټکر وکړ او دواړو  وسايطو  له ټکر وروسته  اور واخيست  او  وسوځيدل.
خپلواک وويل  چې په دې پيښه کې د ٣٠٣ ډوله  موټر ٣٦ سپرلۍ ووژلې شوې او  ٢٥ تنه نور ټپيان شول.
يوه ا ړونده خبرځاى وويل  چې دپيښې ټپيان دعلاج او درملنې لپاره دقندهار اوقلات ښار روغتونونو ته ليږدول شوي دي.
ويل شوي دي  چې ٣٠٣ ډوله مسافروړونکى موټر دميوند په ترانسپورتي شرکت پورې اړه درلود او له قندهار څخه دکابل په لور را روان و.
په همدې  حال کې ددغې مرګانۍ پيښې دڅرنګوالي دڅيړنې لپاره يو هيئت  دپيښې ځاى ته  استول شوى  دى.
دموټر غيرمجاز تګ ، دواټونو دسور کموالى ،  دترافيکي نښو نښانو نشتوالى  ، دواټونو خرابوالى ،  دموټر چلوونکو بې پروايي او ناامنۍ  ددغه شان خونړيو پيښو اصلي عامل  بلل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته