نړۍ

دامريکا په سنا کې داکثريت مشر: امريکا له افغانستان سره داړيکو په ارزښت باورلري.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوري رياست دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون دامريکا دسنا داکثريت له مشر سناتور مچ مک کانل سره ددغه هيواد دسنا په مقرکې وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په پيل کې دبهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د داعش دشتون او فعاليتونو دڅرنګوالي . له داعش او نورو تروريستي ډلو سره دمبارزې په لاره کې هيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دبرياليتوبونو،دهغو چلنجونو په باب چې د افغانستان وسله وال ځواکونه ورسره مخامخ دي ، له دغو چلنجونو څخه دوتلو لپاره دافغانستان دنړيوالو شريکانو دهمکاريو د دوام او له تروريزم سره دمبارزې دبرياليتوب په باب خبرې وکړې وروسته مک کانال څرګنده کړه چې امريکا په افغانستان کې زياته پانګه اچونه کړې ده او ددغو پانګه اچونو په نتيجه کې دبرياليتوبونو ساتنې ته ارزښت ورکوي . ده هيله څرګنده کړه چې دامريکا نوې اداره هم له افغانستان سره داړيکو په ارزښت باورلري او له افغانستان سره داړيکو په ارزښت باورلري او له افغانستان سره به دهمکاريو په دوام ژمن وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته