ورزش

د يونتوس ټيم د جدول دويم مقام ته لاره وموندله

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٠
د ايتاليا د فوټبال د لومړى لاس دټيمونو دجام په سياليوکې د يونتوس ټيم د ناپولي پرټيم بريالى شو او ايسي روم د ساسولو له ټيم سره لوبه برابره پاى ته ورسوله.
دباختر آژانس دخبرله مخې: تيره شپه د ايتاليا د فوټبال جام د سياليو په لړکې اته لوبې ترسره شوې چې په حساسو لوبوکې د ايسي ميلان ټيم د يوې په مقابل کې په يوې سره د بارسلونا سره لوبه برابره ترسره کړه.
دچيو او د ايسي ميلان ټيمونو لوبه پرته له ګوله برابره پاى ته ورسوله. خو ديونتوس ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره د ناپولي پرټيم بريالى شو او دجدول دويم مقام يې ترلاسه کړ.
تراوسه پورې د ايسي مديلان ټيم دجدول په سرکې ځاى لري. يونتوس ټيم دويم او د ناپولي ټيم د نتيجو دجدول په دريم مقام کې ځاى لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته