امنیت

يو پاکستانى چې دځانمرګي بريد لپاره استول شوى و ، ونيول شو

کابل باختر دثوردمياشتې ٣١ :
د ځانمرګي  بريد په واسکټ سمبال  يو پاکستانى تبعه  په کابل ښارکې ونيول شو.
ده غوښتل  په يودولتي مقام بريد وکړي .
دملي امنيت دادارې مطبوعاتي دفترنن باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې  په ليږلوسره ليکلي دي  : دپاکستان دخيبر ايجنسۍ دسور کمر اوسيدونکى واجد چې دطالبانو په لارښوونه  دپاکستان  له پيښور ښار څخه په يو جګپوړې امنيتي مقام  دځانمرګي بريد  دترسره کولو په خاطر کابل ښار ته استول شوى و ،له يو ځانمرګي واسکټ  اوله يو کرولا موټر سره دکابل ښار  دڅلورمې ناحيې له ساحې څخه دملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شو.
ده اعتراف وکړ چې  په پيښور ښار کې دځانمرګو کسانو دجلب او جذب دمسوول  اسدالله  نومي له خوا دطالبانو ډلې ته جذب او وزيرستان ته څيرمه دتابع  په نامه سيمې ته وليږدول شو او هلته  له ديرشو تنو نورو سره دپنجابي ښوونکو له خوا دځانمرګو بريدونو زده کړې کړې  دي .
داپه داسې حال کې ده چې طالبانو سږکال  دخپلو پسرلنيو عملياتو په خاطر يوزيات شمير بهرني جګړه ماران  چې  زياتره يې پاکستانيان دي  په خپلو ليکو کې  جذب اوافغانستان ته يې استولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته