۱۰۰ ورځې

ډاکترعبدالله: د جمهوري رياست په انتخاباتوکې د سازمان موندلي تقلب نښې نښانې ترسترګوشوې دي

کابل باختردثوردمياشتې ٧ :
د جمهوري رياست نوماند ډاکترعبدالله عبدالله نن په يوه خبري غونډه کې وويل:
د جمهوري رياست په انتخاباتوکې د سازمان موندلي تقلب او سرغړونې نښې نښانې ترسترګوشوې دي .
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري رياست د انتخاباتو لومړنۍ نتيجې پرون اعلام شوې او ډاکترعبدالله په سلوکې د څلورڅلويښت اعشاريه نهو رايو په ترلاسه کولوسره په سرکې ځاى ونيو خو نصاب يې بشپړ نه کړاى شو.
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون د رييس د څرګندونوله مخې: څيړنې د دې څرګندوى دي چې انتخابات به دويم پړاو ته لاړشي .
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې: په دې خبري غونډه کې ډاکترعبدالله عبدالله دانتخاباتو دلومړنيو نتيجو د اعلام په وړاندې په غبرګون کې وويل: د انتخاباتي  کميسيونونوله خوا د انتخاباتوله قانون څخه سرغړونه شوې ده او د انتخاباتي شکايتونو کميسيون د انتخاباتو په بهيرکې د هغوى د ثبت شويو شکايتونو په  وړاندې تراوسه پورې څه نه دي ويلي .
ده د انتخاباتي شکايتونوله کميسيون څخه وغوښتل چې دلومړنيو نتيجو له اعلام وروسته دشکايتونو دثبت دمهلت وخت دې د څه ناڅه درې ورځو لپاره تمديدکړي.  خو د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون ويندوى نادرمحسني  پخوا ويلي و چې د انتخاباتو د طرزالعمل له مخې د لومړنيو نتيجو له اعلام وروسته د نوماندانو د شکايتونو د ثبت لپاره  ٢٤ ساعته ټاکل شوى دى او تمديد يې  ناشونى دى.
په همدې حال کې دافغانستان په چاروکې دملګروملتو دسازمان ځانګړي استازي دجمهوري رياست د انتخاباتو دلومړنيو نتيجو د اعلام هرکلى کړى دى او ويلي يې دي چې دغه سازمان د انتخاباتو په بهيرکې د شفافيت د تامينولو لپاره  د انتخاباتي کميسيونونو هلې ځلې ستايلې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته