امنیت

شپږ تنه غله ونيول شول

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٦
ملي پوليسو نن يوه ډله غله په لوګر ولايت کې د يوې لارۍ وريجو د تښتولو په تور ونيول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: نيول شويو کسانو څه موده مخکې په ٧٦٠ بوريو وريجو يوه لاري موټر چې له کابل څخه د لوګر په لور روان و؛ وتښتاوه او د دغه ولايت د محمد آغې ولسوالۍ د قندهاريانو په سيمه کې يې تش کړ.
د لوګر ولايت پوليسو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ددغو توکو د پټولو د ځاى له کشفولو سره جوخت د موټر خاوند هم د تښتوونکو له منګولو څخه وژغوره.
له دغې ډلې څخه دوه کلاشينکوفونه، يوه اندازه پوځي جامې، د موټرو دوه پليټونه، يو موټر او د انتخاباتو يو شمېر کارټونه هم ترلاسه شوي دي.
نيول شويوکسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې يوه مياشت مخکې يې هم يو موټر چې ٧٣٥ پورې اوړه پکې وغلا کړي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته