امنیت

د ملکي و ګړو د وژنې د مخنيوي په باب د امنيت شورا غونډه

نيويارک باخترد اسد٢٩
د ملګرو ملتو دسا زمان امنيت شورا له  نړيوالې ټولنې څخه غوښتي دي چي  د ملکي و ګړو دساتني لپاره دې هلې ځلې و کړي او د داسي لارو چارو په لټه کې وي چى دجنګي جنايتونو مجرمين محاکمه شي
دخبري منا بعو دخبر له مخي :   د امنيت شورا په غونډه کې چې د ملکي وګړو امنيت ته ځانګړي شوي  وه د ملګرو ملتو دسازمان سرمنشي بانکي مون دخبرو په ترڅ کي څرګنده کړه ، بشر دوستا نه  مرستندوي ځواکو نه هره  ورځ دمليونونو تنو سا تنه کوي او خواړه ، د استوګنې ځاى او رو غتيا يي امکا نات بر ابر وي  پرته له دې چې دغه  افراد څوک او چيرته دي .
ده څرګنده کړه  ، دا د بخښني وړ نه دي چې زموږ همکاران  اړو کسا نو ته  د مرستي رسولو له ا مله  و وژل شي
بانکي مون د بمو نو ، ماينو نو او هاوانونو  په ګډون دچاوديدونکو وسلو د استفادي په باب چې د استوګنې په سيمو کي کارول کيږي  انديښنه څرګنده کړه
او ويې ويل  چې بايد له دغو بمونو څخه خپل پيژندل  زيات کړو اود هغو لارو چارو په لټه کي و اوسو  وکولاي شو چى د دغو بمونو له امله انساني  زيان لږ کړو .
بانکي مون په  سوريې ، د مرکزي افريقا په  جمهوريت ، دکانګو په دموکراتيک جمهوريت او مالي هيوادونو بدو  انسا ني شرايطو ته اشاره او ټينګار يي و کړ چې نړيواله ټولنه دې  بايد په دغو هيوادونو دشرايطو د ښه والي لپاره هلې ځلې زياتې کړي .
د ملګرو ملتو دبشر دحقوقو عالي کميشنر دسوريې د شرايطو په باب وويل ، دملکي و ګړو په څارنه کې د کمزورتيا له ا مله د بشردحقوقو د سرغړونو په
وړاندې  سخت انديښمن يو  .
ده  د سوريي حالاتو ته  هم اشاره  وکړه او ويې  ويل، څه دپاسه نهه زره تنه مرستي ته اړتيا لري  او موږ نه شو کولاي هغوي ته لاس رسى  پيدا کړ.
په دې  غونډه کې  د نړۍ  دزياتو هيوادونو استازو هم د نړۍ په زياتو سيمو او په تيره بيا په سوريه کې د ملکي وګړو د شرايطو او د بشردوستا نه ځواکونو دشرايطو په باب خبرې وکړې او د ملګرو ملتو سازمان له بشردوستانه مرکزونو سره يې د نړيوالى ټولنې د زياتو همکاريو غوښتنه وکړو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته