امنیت

پاکستان ته د ۱۱ امریکایی جنراتورونو د قاچاقو مخنیوی!

کابل باختردتلې د مياشتې  ٧  :
حرفه یی مافیایی او قاچاق وړونکو ډلو د سیمي د استخباراتی کړیو په لارښوونه د بار وړونکو شرکتونو له موټرچلوونکو څخه په استفادې سره غوښتل ۱۱ غټ او جک ظرفیت لرونکي امریکایی جنراتورونه قاچاق او له غیر قانونی لارو څخه یی پاکستان ته ولیږدوي، چې له لیږد څخه د مخه د ملی امنیت دلوی ریاست منسوبینو له خوا کشف او ترلاسه شول.
قاچاق وړونکو ډلو یاد جنراتورونه د ننګرهار ولایت د مهمند درې ولسوالی په ګردی غوث سیمه کې په یوه (کنډوالو) کې ځای پر ځای کړی و، چې د سیمي د خلکو د هر اړخیزو مرستو په پایله کې د دغو جنراتورونو پټنځای کشف او له هیواد څخه بهر یې د قاچاقو مخه ونیول شوه.
د هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونه د سولې او ثبات د ټنګښت او د ترهګرو ډلو د ځپلو تر څنګ تل په دې هڅه او لټه کې دي چې د قاچاق وړونکو په واسطه د ملی سرمایو د لیږد مخه ونیسي او د ټولګټو داراییو په ساتنه کې ځانونه مکلف ګڼي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته