امنیت

د داعش پنځلس تنه غړي په ننګرهارکې په نويو نښتوکې ووژل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١٥
د داعش پنځلس تنه غړي پرون په ننګرهار ولايت کې د نښتې له امله ووژل شول.
دغه جګړه د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ د څلورم لمبر فارم په ساحه کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې داعشي يرغلګرو په امنيتي پوستې بريد وکړ.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقيوال دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې دداعش دډلې پنځلس تنه غړي وژل شوي دي.
ده وويل چې دغه جګړه د امنيتي ځواکونو په پوستو د داعشيانو د بريدونو په بهيرکې ونښته.
ويل کيږي چې په دغو جګړوکې  پوځيانو او ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته