امنیت

په غزني ولايت کې د راکټي بريد له امله درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٠
په غزني ولايت کې نن د وسله والو طالبانو د راکټي بريد له امله درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
وسله والو طالبانو د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ د مزائيلو يو توغندى وتوغاوه.
د غزني ولايت وياند دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه توغندى د ګيلان ولسوالۍ په دريمې امنيتي حوزې پورې اړوند د سبو په مارکيټ ولګيد چې له امله يې درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکتر بازمحمد همت وايي: د دغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته