کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٦ نيټه :
په داسې حال کې چې د استازو د مجلس د مالي او بودجې کميسيون ځينې غړي د ١٣٩٧ کال دملي بودجې د رديدو د احتمال خبرې کوي، دماليې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزى وايي چې د استازو د مجلس د غړو وړانديزونه په بودجه کې په پام کې نيول کيږي .
د ماليې وزارت وياند دغه راز څرګنده کړه چې د ١٣٩٧ مالي کال ملي بودجه په نړيوالو معيارونو سره برابره شوې ده او په دې بودجه کې ټولې پروژې د انډول د اصل له مخې په پام نيولې شوې دي.
عبدالرحيمزي څرګنده کړه چې د استازو د مجلس د غړو وړانديزونه د حکومت د امکاناتو او اړتياوو له مخې په پام کې نيول کيږي.
ده ټينګار وکړ چې په دې برخه کې د استازو مجلس له غړو سره خبرې دوام لري.
د ماليې وزارت وياند داستازو مجلس له غړو څخه وغوښتل چې ډير ژر دې ملي بودجه تصويب کړي چې په هېوادکې د پروژو د پلې کولو زمينه برابره شي.
پاى ف ذ
0 1 دقیقه لوستل