امنیت

د هرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې پوځي عمليات پيل شول

 کابل باختر دثور دمياشتې  ٢٤ :
په هرات ولايت کې دملي اردو ميشتو مسوليونو ددغه ولايت دګذرۍ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د چاڼيزو عملياتو د پيلولو خبر ورکړ .
دغه عمليات چې د شمشاد _ ٦ د پسرلني توپان په نامه نومول شوي  دي؛ دظفر قول اردو د لومړۍ لوا د څلورم کنډک له خوا له سرحدي پوليسو سره په ګډو هلوځلوکې د هرات ولايت دګذرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې پيل شوي دي.
ويل کيږي؛ د دغو عملياتو په لومړيو ورځوکې د تندر او سنګر کلي پاک شوي دي .
د دغو عملياتو په بهيرکې د دښمن د مهماتو يوه ډيپو چې د کلاشينکوف دوه زره  ګولۍ، پنځه لاسي بمونه، څلور ريموټ کنترول اويو کرولا موټر پکې ساتل کيدل،  کشف اوضبط شوي دي.
ويل کيږي؛ دغه موټر او مهمات دياغيانو په يوه سرګروپ ملانسيم پورې اړه لري .
دا په  داسې حال کې ده چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې دهرات ولايت  په څو ولسواليوکې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره شوي چې په مستقيم ډول دامنيت په تامينولو اغيزمن دي.
د دغو عملياتوپه بهيرکې نږدې پنځوسو تنو وسله والو طالبانو او د هغوى بهرنيو ملاتړ ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته