سیاست

جمهور رئیس غني د عالمانو د سراسري شورا له رئیس او غړو سره وکتل

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٣ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد دعالمانو د سراسري شورا له رئیس او غړو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، زموږ لومړنۍ غوښتنه دا ده چې دیني عالمان او دولت باید په یوه واحده لیکه کې ودریږي، زه نن په دې ویاړم چې دیني عالمانو د خپلې اعلامیې په خپرولو سره د هېواد د اوسني حالت یو څرګند تحلیل کړی او له ستونزو څخه د وتلو لاره یې په ګوته کړې ده.
جمهور رئیس غني وویل : چې د دولت د مخالفینو له  خوا د افغانستان د نظام پر وړاندې د جهاد اعلانول شرعاً، اصولاً او اخلاقاً جواز نه لري، له اسلامي احکامو څخه ناوړه استفاده نه یوازې دا چې جرم دی، بلکې بغاوت هم دی، له تاسو  دیني عالمانوڅخه غواړم  چې په دې اړه خپل غږ له جوماتونو څخه پورته  کړئ.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولیو ته د اشارې په ترڅ کې، له هغوی څخه د دیني عالمانو د ملاتړ له امله مننه وکړه،  او ويې  ویل چې د دغو ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د دیني عالمانو رول خورا مهم دی.
جمهور رئیس غني سوله د افغان ملت لومړنۍ اړتیا وبلله، ټینګار یې وکړ چې موږ په خپل هېواد کې د سولې له ټینګښت پرته بله لاره نه لرو، د سولې اختیار نورو ته نه شو ورکولای، د سولې خبرې باید بین الافغاني شي، د سولې د ټینګښت او د خلکو د بسیج کېدو په لاره کې د دیني عالمانو هلې ځلې او لارښوونې د ارزښت وړ دي او زموږ د یني عالمان باید د سولې د ټینګښت لپاره خپل غږونه د جوماتونو له منبرونو څخه اوچت کړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني له دیني عالمانو څخه وغوښتل چې له خپل نفو‌ذ څخه په استفادې سره ملت د دولت په شاوخوا راټول او دولت له ملت سره په بنیادي ډول وصل کړي.
ده وویل، زموږ هېواد دې ته اړتیا لري چې موږ باید د خپلو ستونزو د حل لپاره یوه سراسري اجماع ولرو.
په دې کتنه کې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا اعلامیه د دغې شورا د غړي مولوي غلام رباني رحماني له خوا  ولوستل شوه.
د عالمانو سراسري شورا پخپله اعلامیه کې د کابل په ښار او د هېواد په نورو سیمو کې هغه وحشیانه تروریستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په  ګډون  زموږ ګڼ شمېر بېګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
د عالمانو سراسري شورا دغه تروریستي بریدونه د اسلامي احکامو او بشري عواطفو پرخلاف عملونه بللي او د هېواد له امنیتي چارواکو یې غوښتي دي چې د دغو بریدونو د عاملینو د نیولو او د قانون منګولو ته د هغوی د سپارلو لپاره جدي اقدامات وکړي او  ددغه  ډول پیښو د مخنیوي لپاره لا هڅه او هاند وکړي.
د عالمانو شورا په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د اسلام ټول شعایر عملي شوي، د محاکمو پریکړې د اسلام د مقدس دین د احکامو له مخې ترسره کیږي او د افغانستان ملت په سلو کې  ۹۹،۹ مسلمانان دی نو د دا ‌ډول دولت او ملت پر وړاندې د جهاد اعلانول د اسلام د مقدس دین د شریعت پرخلاف او د افغانستان له مسلمان ملت سره ستره جفا ده .
د عالمانو شورا په خپله اعلامیه کې د یو شمېر وسله والو مخالفینو هغه څرګندونې چې د جګړې پر دوام یې ټینګار کړی او سوله د دښمنانو تبلیغ ګڼي، د اسلام د مقدس دین د احکامو خلاف او ناجایز عمل ګڼلی او هغه یې په کلکه غندلی دی.
شورا، له وسله والو مخالفینو څخه غوښتنه کړې ده چې له دې زیات د افغان مسلمان او مظلوم ملت د بدمرغۍ سبب نه شي، د خپلو وروڼو له وژلو او د خپل هېواد له ورانولو څخه لاس واخلي او دبین الافغاني خبرو اترو له لارې دې  د افغانستان له دولت سره خپلې ستونزې حل کړي.
د عالمانو شورا په اعلامیه کې راغلي دي، وروستي جریانونه دا  ثابتوي چې د افغانستان د دولت او ملت پرخلاف دغه جګړه په بشپړه توګه د نورو په اشاره او قومانده پرمخ روانه ده او د څو کلونو په اوږدو کې د مخالفینو د مشر په نشتون کې هم دغه جګړه پر هغوی تحمیل شوې ده او له لږ شمېر پرته، هغوی چې د جګړې د افزارو په توګه استعمالیږي هم نه پوهېدل چې دغه تصمیمونه څوک نیسي او د جګړې رهبري د چا په لاس کې ده.
د عالمانو شورا له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مجاهدینو او د ټولنې له ټولو قشرونو څخه غوښتي چې هریو د خپل توان په اندازه  د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره هڅه او هاند وکړي.
شورا یو ځل بیا په خپل مسلمان او مجاهد ملت غږ کړی چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودریږي او یو له بل سره متحد و اوسي او د تروریستي بریدونو او چاودنو د مخنیوي لپاره هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته