امنیت

پنځه تنه دتروريستي عملونو دترسره کولو په تور ونيول شول.

کابل –باختر د مرغومې دمياشتې ٢٧
دهرات پوليسو پنځه تنه دتروريستي جرمونو دترسره کولو په تور په ګذرې ولسوالۍ کې ونيول.
دغه کسان دپوليسو په چټکو عملياتو کې له هغه وروسته وپيژندل شول او ونيول شول چې په ګذرې ولسوالۍ کې دپوليسو يو سرتيرې دناپيژندانو وسله والو کسان له خوا شهيد او يو تن بل يې ټپي شو.
ويل کيږي غير قانون وسله وال فعاليتونه ، غلا او شوکماري د خلکو ځورونه د دولت له وسله والو مخالفينو سره همکاري او تروريستي فعاليتونه تور په دغو کسانو لګول شوى دى .
دهرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي چې ددغو کسانو دنيولو دعملياتو مشري يې په غاړه لرله وايي تورن کسان له لاسي بم سره نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته