سیاست

د افغانستان او امریکا لوړ پوړو پلاوو په کمپ دیوید کې کاري ناستې ترسره کړې

کابل باختر د وري څلورمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او ملګري پلاوي یې په سیمه ایز وخت پرون له غرمې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کري، د دفاع له وزیر اشتون کارتر او د دغه هېواد د دارایۍ او خزانې له وزیر جک لیو او له یو شمېر نورو چارواکو سره په کمپ دیوید کې کاري ناستې ترسره کړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو ناستو کې د دواړو لورو پلاوو د امنیتي، نویو سیمه ایزو او نړیوالو ګواښونو، د سولې د بهېر، اقتصادي همکاریو، اصلاحاتو او د فساد پرخلاف د مبارزې، د بانکوالۍ د سیستم د پیاوړتیا، د عوایدو د مدیریت او د سیمه ایزو همکاریو په باب بحث او خبرې اترې وکړې.
بیا، د جمهور رئیس غني په حضور کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د تخنیکي همکاریو موافقه لیک د افغانستان د مالیې د وزیر اکلیل حکیمي او د امریکا د دارایۍ او خزانې د وزیر جک لیو له خوا لاس لیک شو.
د دغې کتنې په پای کې جمهور رئیس غني، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د دغه هېواد د دفاع وزیر اشتون کارتر په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ګډون وکړ او د خپلو خبرو د نتیجو په باب یې رسنیو ته معلومات ورکړل.
جمهور رئیس غني په دغه خبري کنفرانس کې د ملي شورا لخوا د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون تصویب او له دې وړاندې د مشورتي لویې جرګې له لوري د دغه تړون تائید په افغانستان کې د یوې اجماع د شتون ښکارندوی وباله او څرګنده یې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یوه نوي پړاو ته داخلې شوې دي او دغه اړیکې بنیادي او دوامدارې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د ملي وحدت له حکومت سره د امریکا د نویو انکشافي همکاریو د اعلامولو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ شوې مذاکرې رغنده وبللې او څرګنده یې کړه چې امریکا ته د جمهور رئیس غني او دډاکټر عبدالله عبدالله سفر د تېرو ۱۴ کلونو په جریان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو د نږدیوالي نښه نښانه ده.
د دغه کنفرانس په جریان کې د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر هم خبرې وکړې وې ویل چې د امریکا حکومت به د دغه هېواد له کانګرس څخه وغواړي چې تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې ۳۵۲ زرو تنو ته د افغانستان د امنیتي ځواکونو د شمېر د زیاتوالي لپاره لازمه بودجه تصویب  کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته