سیاست

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د بلخ ولایت پرڅارنوالۍ ډله ییز ترهګریزبرید په کلکه وغانده

کابل باختر دوري  دمياشتې ٢٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان د بلخ ولایت د څارنوالۍ پر ودانۍ هغه ترهګریزبرید په سختو ټکو وغانده چې په ترڅ کې يې د ښځواو ماشومانو په ګډون زموږ۱۸ تنه هېواد وال شهیدان او۶۸ تنه نور ټپیان شول. داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
انجینیر محمدخان د هيواداوخلکود د ښمنانو دارنګه ناځوان مردانه او له وحشت او دهشت څخه ډک عمل د انسانیت او افغانیت سره ددوی دد ښمنۍ ښکاره بیلګه وبلله، ده زیاته کړه چې د افغانستان د خلکو ډارن دښمنان اوس یواځې اویواځې زموږ بې ګناه هیواد والو، ماشومان، ښځې اوملکي وګړو بریدونه کوي .
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال څرګند وي چې د افغانستان د خلکو د ښمنانونړيوالو ته یوځل بیا وښودله چې دوی داسې بې رحمه انسانان دی چې پر ملکي وګړو باندي بریدونه کوي .
د انجینیر محمدخان په وینا د هیواد او سولې د ښمنانو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونوپر وړاندې د د ریدو توان له لاسه ورکړی نو ځکه دوی د ملکي او عامه خلکو پرځایونو بریدونه کوي .
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال په دې تروریستي پېښه کې د شهیدانواوټپیانوکورنیو ته دژورې خواخوږۍ اوډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي ، شهیدانوته دلوى خداى(ج)له دربارڅخه د فردوس جنت ، ټپیانوته دبيا روغتیا او خپلوانوته يې دجمیل صبرهيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته