امنیت

دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول .

کابل باختر د وري شپږمه :
دوه تنه ملکي وګړي په ننګرهار ولايت کې  د ماين د چاودنې له امله ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
  بم د خوږياڼيو ولسوالۍ  دچمتلې په ښارګوټې کې  په يوه لاسي کراچۍ کې ځاى پرځاى شوي و چې د ملکي وګړو  دتګ راتګ په وخت کې وچاوديد .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل  چې په دې چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول  او څلور تنه نور ټپيان شول .
تراوسه پورې  د دغې چاودنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى  خو يوشمېر خبرځايونه  وسله وال طالبان  د دغه ماين  د ځاى پرځاى کولو عاملين  بولي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته