امنیت

وسله وال مخالفين د امام صاحب په ولسوالۍ کې وځپل شول

کندز باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٠ :
په تېرو  اوو ورځوکې شپيته تنه وسله وال طالبان د کندز ولايت په مربوطاتوکې وژل شوي دي .
د ٨٠٨  سپين زر زون د قوماندانۍ وياند محفوظ الله اکبري د باختر آژانس  خبريال ته وويل: د يولړچاڼيزو عملياتو په بهيرکې د امام صاحب ولسوالۍ ټولې ساحې د ياغيانو له شتون څخه پاکې شوې دي او په دغو عملياتوکې ٦٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي  او ١٢٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
خبرځاى وويل چې په دغو عملياتوکې څلور تنه سرتيري شهيدان شوي دي.
له بله پلوه د امام صاحب ولسوال امام الدين قريشي وويل چې د اووه ورځنيو جګړو په بهيرکې څه ناڅه دوه زره کورنۍ له دغې ولسوالۍ څخه بېځايه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته