سیاست

دپاکستان سفير غوښتل کيږي .

کابل باختر دوري يوولسمه : دبهرنيو چارووزارت ويندوى وايي چې په کابل کې دپاکستان سفير دبريدونو او دسرحدي سرغړونو په خاطر غواړي چې دافغانستان دمقاماتو اعتراض دخپل هيواد مقاماتو ته ورسوي . دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، دبهرنيو چارووزارت ويندوى احمدشکيب مستغني چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل دملي امنيت دشورا له لارښوونې سره سم د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې دپاکستان سفير سيد احرار حسين دافغانستان په سرحدي پوستو دبريدونو او دوروستيو سرحدي سرغړونو په باره کې دوضاحت په خاطر دبهرنيو چارووزارت ته غواړي چې دغه سفير موضوع دخپل هيواد مقاماتو ته ورسوي . دافغانستان دکورنيو چارووزيرمحمد عمر داودزي پرون دملي امنيت شورا ته يو رپوټ وړاندى کړ چې په هغه کې دسرحدي سرغړونو او په تيره بيا له پولې اخوا څخه دبريدونو له امله ژوره انديښنه څرګنده شوې ده او دملي امنيت شورا دافغانستان دبهرنيو چارووزير ته لارښوونه کړې ده چې په دې اړوند دافغانستان اعتراض دې په کابل کې ددغه هيواد دسفير له لارې پاکستاني مقاماتو ته ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته