کابل /دزمري ١٨مه / باختر:
نن سهار په اووه نيمو بجو د کابل ښار د پوليسو د ١٥ حوزې په وړاندې پريو رنجر موټر کې چاودنه وشوه . د باختراژانس د خبرله مخې؛ چاودنه د پوليسو په رنجر موټر کې د لګول شوي چسپکي ماين زېږنده وه .
عيني شاهدانو وويل چې د چاودنې په سيمه کې څو تنه پوليسان پرځمکه پراته و. امنيتي ځواکونه تراوسه پورې د دغې چاودنې د مرګ ژوبلې په باب معلومات نه دي ورکړي .
د کابل ښار د ١٥حوزې له امريت سره له پرله پسې اړيکو سره سره بريالي نه شو چې ځواب ترلاسه کړو .
بايدوويل شي چاودنه په داسې شرايطو کې کېږي چې په کابل ښار کې د مشورتي لويې جرګې په خاطر سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي.
ختم _ ج _اکرم
1 1 دقیقه لوستل