سیاست

ادريس زمان: په درې اړخيزو غونډو کې د چين رول ارزښتناک دى

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ١٨مه
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت له سفير ليوجنسانګ سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې زمان له افغانستان سره د چين د ولسي جمهوريت د مرستو له امله په قدردانۍ سره د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ په درې اړخيزو غونډو کې د چين رول ارزښتناک وباله او په دغو برخو کې یې د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.
جنسانګ د افغانستان د خلکو او دولت په مشرۍ او مالکيت د سولې بهير په ملاتړسره زياته کړه چې د چين دولت به د بهرنيو چارو وزارت ديپلوماتانو او اداري کارکوونکو ته لنډمهال روزنيز بورسونه زيات کړي.
دواړو لورو په سيمه ييزو دوه اړخيزو او څو اړخيزو همکاریو او د هېواد د روانو سياسي حالاتو په باب خبرې وکړې. 
پاى م ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته