امنیت

دملي امنيت لوى رياست په کابل کې دملي شورا ديوغړى دترور مخه ونيوله .

کابل باختر د کب اوولسمه :
دملي امنيت لوى رياست په کابل کې دملي شورا ديوغړى دترور مخه ونيوله .
دملي امنيت لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي . دملي امنيت لوى رياست دعبدالواحد او صلاح الدين په نومونو دوه تنه چې په کابل کې دپارلمان ديو غړى دترورنيت درلود نيولي دي .
نيول شوي کسان اعتراف کړى دى چې دوسله والو طالبانو دتروريستي ډلې ديو قوماندان له خوا دپاکستان داستخباراتي سازمان له يوتن کارکوونکي سره معرفي شول  دده له خوا دوى ته دنده ورکول شوى و چې ديوې اندازې پيسې په بدل کې دافغانستان دولسي جرګې يوغړى ترور کړي
طالبانو پرله پسې  دپرديو داستخباراتو په لارښوونه هلې حلې کړي دي چې دافغانستان دقومونومشران  اوسياسي کسان  ترور کړي چې زياترو يې دملي امنيت دلوى رياست دځواکونو له خوا نيول شوي دي 
دملي امنيت ادارې دملي شورا دغړي نوم نه دى څرګند کړى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته