-کابل باختر د کب پنځمه :
دلوګر ولايت د مرکز پل علم ښار څو کلي دپوځي عملياتوپه بهير کې دطالبانو له شتون څخه پاک شول .
په دغو عملياتو کې چې پرون دپامير په نامه پيل شول تراوسه پورې دپښتون اباد ، قلعه وزير ، دبهرام خيلو ، دګرديزي او سرسنګ کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختراژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې څو کلي دطالبانو له شتون څخه پاک شول او څو جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
په دغو جنګي وسايلو کې ګولۍ ، ماينونه ، سپکې او درندې وسلې هم شاملې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ