نړۍ

د پاکستان د بلوچستان ايالت د ګازو په نل ليکه کې چاودنه

کويټه  باختر دکب  دولسمه :
ناپيژندل شويو وسله والوکسانو د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د ګازو د ليږدونې يوه نل ليکه وچوله چې له امله يې د پوليسو د دوو افسرانو په ګډون څلور تنه ټپيان شول .
باخترآژانس دپاکستان خبرځايونو له خولې خبر راکړ: دبلوچستان ايالت د نصير آباد ښار د پاتفيدار سيمې ته  څېرمه دګازو دليږدونې  په نل ليکې د ناپيژندل شويو کسانو له خوا بريد وشو چې له امله يې په نل ليکه کې اور ولګيد او د کويټې ښار په ګډون بېلابېلو سيمو ته د ګازو د ليږدونې بهير د ځنډيدو سبب شو.
تراوسه پورې د دغې چاودنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو پاکستاني مامورين تل د بلوڅو په بيلتون غوښتوونکو ډلو پورې په اړوندو مليشو ددغه شان اقدام تور لګوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته