امنیت

په چاوديدونکو توکو باريو موټر دپوليسو لاس ته ورغي.

کابل – باختر دسلواغې څلورمه :
په کابل کې امنيتي ځواکونو نن په چاوديدونکو توکو بار ديو موټر په کشفولو سره دترورستي پيښې مخه ونيوله .
دکورنيو چارو وزارت يوه خبرځاى چې دنامه له يادونې څخه يې ډډه وکړه،دباختر آژانس خبريال ته وويل، څلويښت بورى چاوديدونکي توکي چې په يو مينى بس موټرکې ځاى پرځاى شوي وو دکابل ښار په پنځمې ناحيې پورې اړونددکمپنو په ساحه کې دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغى سره له دې چې دغه خبرځاى دجزيياتو له وړاندې کولو څخه ډډه وکړه، ويل شوي دي چې ددغې پيښې په اړوند درې تنه نيول شوي خو هويت يې نه دى په ډاګه شوې دغه موټر په داسې حال کې دامنيتي ځواکونو لاس ته ورځي چې دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې کابل د دوو ترورستي پيښو ډګر و.
دچارو کارپوهان وايي چې طالبانو دژمي په فصل کې دجنګي تکتيک په بدلولو سره زياتره ترورستي فعاليتونو، په واټونو کې دماينونو ښخولو او ځان مرګو بريدونو ته مخه کړې ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته