امنیت

د پروان په شينواري ولسوالۍ د طالبانو بريدپه شا وتمبول شو

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٨ :
د پروان ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې د دغه ولايت د شينواري ولسوالۍ په  ودانۍ تېره شپه د وسله والو طالبانو له خوا راکټي بريدونه وشول.
د يوه امنيتي مقام دڅرګندونوله مخې: وسله والو مخالفينو دشينواري ولسوالۍ  په ودانۍ دڅه ناڅه ديرشو توغنديو په توغولو او په ډله ييزو بريدونو سره  هلې ځلې وکړې  چې دغه ولسوالۍ ونيسي چې د امنيتي ځواکونوله سخت مقاومت سره مخامخ شول او د په شاتګ لاره يې غوره کړه.
د شينواري ولسوال اکوګل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو په درندو اوسپکو وسلو سره د دغې ولسوالۍ په ودانۍ بريد وکړ چې د ولسوالۍ ودانۍ په قسمي ډول ويجاړه شوې ده، خو امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او امنيتي ځواکونو دغه ډله ييز بريد په شا وتمباوه او طالبانو د تيښتې لاره غوره کړه .
په همدې حال کې د پروان ولايت د غوربند درې په ولسواليوکې دعامه نظم د دريم کنډک قوماندان هارون مبارز د دولت د وسله والومخالفينو دغه يرغليز بريد تائيد کړ او ويې ويل چې د دغو نښتوپه بهيرکې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته