نړۍ

دلمريزې بريښنا ډيره ستره دستګاه په هند کې جوړيږي

نوى ډلى ايرنا  باختردزمري دمياشتې  ١١ :
دهند حکومت پتيلې ده  چې دنړۍ په  کچه دلمړيزې بريښنا  ډيره ستره دستګاه  جوړه  کړي .
باخترآژانس  دايرنا دخبري آ ژانس له خولې خبر راکړ  : دنړۍ په کچه دلمريزې بريښنا دډيرې سترې طرحې  جوړول  ټاکل شوې ده لومړۍ دهند په مرکز پورې اړوند دمادياپراديش  په ايالت کې  د  روا   په برخه کې پيل شي .
دبريښنا ددغې اووه سوه ميګاواټي دستګاه  په جوړولو به نږدې څلويښت مليارده هندي کلدارې ولګيږي  او  ښايي  په هغې کې دبريښنا دتوليد بهېر تر  ٢٠١٦ ميلادي کال پورې پيل شي .
په اوس وخت کې دانرژۍ او بريښنا دتامينولو موضوع په  هندوستان کې يوه اساسي ستونزه بلل کيږي او ددغه هېواد نوي حکومت  ددغې بنسټيزې مسلې
حل کولو ته دخپلو سياستونو په لومړيتوب کې ځاى ورکړى دى.
دهندپه زياترو ايالتونو آن په سترو ښارونو کې يوازې څو ساعته  بريښنا شته
او دبريښنا اوږدومهالو او بيابيا پرچاويو ددغه هېواد خلکو ته زياتې ستونزې پيدا کړي دي.
دغه ستونزه په ځانګړي توګه  ددوبي په فصل کې زياته څرګنديږي په داسې ډول  چې  دروان کال په دوبي  کې  داوږدمهال لپاره دبريښنا  پرچاوۍ دهند په پايتخت کې داعتراضيه غونډو دجوړيدو سبب شوې.
دغې مسلې دهندوستان حکومت په دې هوډمندکړى دى چې دلمريزې اودبادي بريښنا طرحې په  جدي ډول تعقيب کــــړي چې وکولاى شي دانــــــرژۍ دتامينولو لپاره په بهر دتړلتيا په کمښت سربيره   دسترو ښارونو دهوا دککړتيا له کمښت  سره  هم  مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته