کابل باختر دغويي دمياشتې ١٦ نيټه :
په بادغيس ولايت کې د ناامنيو زياتوالي ددغه ولايت خلک انديښمن کړي دي.
دباختر آژانس دخبريال د خبرله مخې ؛ د بادغيس د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بيګ نن له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې؛ په دې وروستيو کې وسله والوطالبانو خپل بريدونو زيات کړي دي او هلې ځلي کوي چې د بادغيس ولايت مرکز تر ګواښ لاندې ونيسي.
ده وويل ؛ وسله والو طالبانو په دې وروستيو وختو کې يوشمېر سيمې نيولي دي او کله ،ناکله په لويو لارو کې د پوليسو په پوستو هم بريدونه کوي.
د بادغيس د ولايتي شورا رئيس وويل ؛ سره له دې چې د کومانډو او د اردو ځواکونه په دغه ولايت کې شتون لري خو تراوسه پورې دولت د طالبانو تر کنترول لاندې سيمو د بېرته نيولو لپاره هيڅ اقدام نه دى کړى.
ده وويل؛ امنيتي ځواکونه کافي مهمات نلري او دغه مسئله دخلکو دانديښنې سبب شوې ده .
خو د بادغيس د والي د دفتر مسوول شرف الدين مجيدي وويل چې؛ ډير ژر به امنيتي ځواکونه د وسله والوطالبانوله شتون څخه د دغو سيمو د پاکولو لپاره عمليات پيل کړي او وسله وال طالبان دبادغيس دمرکز د ګواښلو توان نلري.
د بادغيس ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر هم ويلي دي چې؛ په دغو سيمو کې د وسله والو طالبانو شمېر ډير لږ دى او امنيتي ځواکونه به په ډير لږ وخت کې دغه سيمې له طالبانو څخه بېرته ونيسي . پاى ج ذ