امنیت

د لوى درستيز مرستيال: طالبان له ډنډغوري څخه د تيښتې په حال کې دي

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٣
د ملي اردو د لوى درستيز مرستيال وايي: طالبان په ډنډ غوري کې له خپلو سنګرونو څخه د تيښتې په حال کې او د هېواد پوځيان د پرمختګ په حال کې دي .
د باختر آژانس دخبرله مخې:
د ملي اردو د لوى درستيز مرستيال جنرال مراد علي مراد چې په بغلان ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو د څارنې په مقصد په دغه ولايت کې دى؛ وايي: په ډنډغوري کې د تروريستو طالبانو ټول سنګرونه ويجاړ شوي او تروريستان د تيښتې په حال کې دي او پوځيان د پرمختګ په حال کې .
جنرال مراد زياته کړه: د دغو عملياتو له امله چې هوايي ملاتړ هم ورسره دى؛ د طالبانو څو سنګرونه د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلي او د هېواد ځواکونو په دغو عملياتو کې زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.
جنرال مراد په ډنډ غوري کې د طالبانو د يو مشهور قوماندان او د هغه د پنځو تنو افرادو د وژل کيدو خبر ورکړى دى .
دولتي ځواکونو د سلواغې د مياشتې په شپږمه نيټه د بغلان ولايت د ډند غوري او ډنډ شهاب الدين په ساحوکې د تروريستانو پرخلاف پراخ عمليات پيل کړي دي. ددغو عملياتو له پيل څخه تر اوسه پورې ٢٧ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ٢١ تنه يې ټپيان شوي دي .
طالبانو د تيښتې په وخت کې ټولګټې تاسيسات له دې جملې څخه د بريښنا ستنو ته زيان اړولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته