سیاست

دعدم تشدد دنړيوالې ورځې په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام .

کابل باختر د تلي لسمه :
دعدم تشدد دنړيوالې ورځې په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام .
داکتوبر دويمه او دتلې  دمياشتې لسمه نيټه دهند دنيمې وچې دآزادۍ دنوميالي مبارز او دعدم تشدد دمفکورې دستر لارښود مهاتماګاندهي د زوکړې ورځ ده .
دا ورځ اوس  دټولې نړۍ له خوا دعدم تشدد دورځې  په نامه نمانځل کيږي .
زموږ په هيوادکې هم  ددې ورځې درناوى کيږي او دا دى نن ورځ داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنددجمهوريت دلوى سفارت او ځينو نورو موسسو په همکارۍ  په دې  مناسبت دغه درنه غونډه  جوړه کړې ده .
دعدم تشدد لوى پالونکي اودمهاتماګاندهي ملګري او نږدي دوست خان
عبدالغفار خان به تل  داخبره کوله تشددمه کوي ، تشد د نفرت زيږ وي او عدم
تشدد دانسانانو په  زړونو کې  مينه اومحبت پيداکوي.
دافغانستان خلک داڅو لسيزې دتشدد په اور کې سوزي اوله تشدده د رازيږيدلو اعمالو قربانيان دي ، دعدم تشدد دنظريې پالل ، روزل او  دخلکو د پرګنو په بيلابيلو اشارو کې يې  تعليم  زموږ دجامعې لومړني اړتيا  ده  زموږ د هيواد دجامعې مفاهمې  وسايل ، ليکوالان ، ژورنالستان ، شاعران او هنرمندان بايد په خپلو آثارو او هنري کارونوکې دعدم تشدد مفکوري  وپالي .
زه ددې ورځې  دنمانځنې له امله ددې غونډې جوړونکو ته کور ودانى وايم  او دا مې هيله ده چې دعدم تشدد انساني مفکوره  پر نړۍ حاکمه  شي او په نړۍ کې دتشدد ريښې وچې کاندي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته