امنیت

يوسلو څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر دتلي شپږمه :
دملي اردو ځواکونو پرون دهيواد په بيلابيلو سيمو کې  په ګډو عملياتو کې يوسلو څلور تنه وسله وال مخالفين وځپل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دملي اردو ملي  امنيت او دملي پوليسو ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ   ، دکاپيسا ولايت ، دغزني ولايت دمقر ، دهرات ولايت دچشت شريف او دهلمند ولايت دموسى قلعه دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره کړل  چې له امله يې  يوسلو څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يو څلويښت تنه نور ټپيان شول  او يوه اندازه وسله  په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته