_ سريلانکا باخترلړم د مياشتې ٢٨ نيټه :
د سريلانکا مقامات وايي چې په ګينتوتا ښارکې د بودايانو او مسلمانانو ترمنځ تاوتريخوالي يې تر خپل کنترول لاندې نيولي دي.
باختر آژانس د بي بي سي له خولې خبر راکړ:
دسريلانکا د حکومت وياند ويلي دي چې د اردو ځواکونه په سيمه کې ځاى پرځاى شوي او په تګ راتګ بنديز لګول شوى دى.
په دغه ښارکې د تاوتريخوالي د پيدا کيدو دليل چې د سريلانکا په جنوبي ولايت کې موقعيت لري؛ مشخص نه دى .
ددغه تاوتريخوالي په بهيرکې شپږ تنه ټپيان شوي دي.
ترافيکي پيښه او په ټولنيزو شبکوکې د آوازو خپريدل د دغه تاوتريخوالي د رامنځته کيدو دلايل بلل شوي دي.
پوليسو ويلي دي چې تر اوسه پورې ١٩ تنه نيول شوي او د تاوتريخوالي د لمسونې په نسبت خبردارى ورکړ شوى دى.
دغې سيمې ته څېرمه د درې کاله مخکې ورته تاوتريخوالى د دې سبب شو چې د مسلمانانو د اقليت په زرګونو تنه غړي له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتښتي.
د سريلانکا د وګړو شمېر يوويشتو ميليونو تنو ته رسيږي چې په سلوکې ١٠ يې مسلمانان دي.
پاى غ ذ
0 1 دقیقه لوستل