امنیت

په زابل او غزني کې دپراخو پوځي عملياتو پيل .

کابل باختر د ثور  دريمه :
دافغانستان پوځي مقاماتو دغزني او زابل په ولايتونوکې پراخ پوځي عمليات پيل کړل  .
ددغو عملياتو هدف دتروريستانو دځالو دړې وړې کول او دکابل _ قندهار دلويې لارې دامنيت تامينول او هم دنهه ويشتو تنو مسافرانو موندل اوژغورل بلل  شوي دي ، هغه مسافران چې دپوځي مقاماتو دڅرګندونو له مخې ديرغل  نيوونکو له خوا دغزني اوزابل دولايتونوپه اړوند و ساحو کې ساتل کيږي .
دغه عمليات چې دخنجر په نامه ياديږي دملي اردو او پوليسو دسلګونو تنو پوځيانو په ګډون پرون ناوخته دغزني او زابل دولايتونو دنوبهار ، خاک افغان ، مقر ، ګيلان او دناوې دولسواليو په مربوطاتو کې پيل شوي دي او په  قوت سره دوام لري .
دغزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل چې تراوسه پورې  دخنجر  دعملياتو په بهير کې  څه ناڅه شل تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي  .
درارسيدلو خبرونو له مخې، وسله والو طالبانو ته دسر دروندزيان په مقر ولسوالۍ کې اوښتى دى .
دطالبانو ډلې تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرګند کړى .
تراوسه پورې ددغو عملياتو په بهير کې  پوځيانو ته دسر داوښتو زيانونو په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
دغزني ولايت مرستيال وويل چې دغه عمليات دتروريستانو دځالو د دړې  وړې  کولو او دکابل _ قندهار  دلويې لارې دامنيت دتامينولو او هم د نهه ويشتو تنو تښتول شويو مسافرانو د موندلو اوخلاصون په مقصد پيل شوي دي .
په همدې حال کې دملي اردو يو قوماندان چې په دغو عمليات کې ګډون لري وايي چې  دتروريستي ډلو له شتون څخه دناوې ولسوالۍ پاکول او ددغې  ولسوالۍ  دامنيت تامينول هم ددغو عملياتو هدفونه دي .
ده وويل کلونه کلونه کيږي چې دناوې ولسوالۍ زياتره  سيمې دوسله والو طالبانو په ګډون دتروريستي ډلو په کنترول  کې  دي او ددغې ولسوالۍ خلک له دولتي  خدمتونو څخه بې برخې  دي
دغزني ولايت مرستيال وايي چې وسله وال طالبان دناوې او مقر په ولسواليو کې راټول شوي دي او دماين جوړولو دفابريکو او دستر مرکزونو  په جوړولو سره  دغزني او زابل دولايتونو په اړوندوسيمو او په تيره بيا دکابل _ قندهار په لويه لاره کې خپل تروريستي بريدونه له دغو ولسواليو څخه مديريت کوي .
دباختراژانس خبريال وحدت  وايي ددغو پوځي عملياتو په بهير کې  هلې ځلې کيږي چې په  دغو ولسواليو کې دتروريستي ډلو  ټغر راټول شي چې زرګونو کورنيو او دکابل _ قندهار  دلويې لارې مسافرانو ته ښه امنيت تامين شي هغه پوځي  مقامات چې په دغو عملياتو کې  ګډون لري وايي چې په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې په دې بريالي شوي دي چې  وسله والو طالبانو ته دسر ددروند و زيانونو داړولو تر څنګ ددغې ډلې څو پټنځي دړې وړې کړي او په لسګونو پوځي وسايل ترلاسه کړي .
دوى وايي چې دخنجر عمليات به دتروريستي ډلو له شتون څخه دغزني او زابل دزيانمنوونکو  سيمو تر بشپړ پاکولو ، دکابل _ قندهار دلويې لارې دامنيت تر تامينولو او ديرغمل نيوونکو له منګولو څخه دنهه ويشتو تنو مسافرانو تر خلاصون پورې دوام ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته