امنیت

په هرات کې دطالبانو په بريد کې يو پوليس شهيد او څلور تنه نور يې بيدرکه شوي دي .

کابل باختر دوږي  اتمه :
دهرات ولايت په اوبي  ولسوالۍ کې دپوليسو له ځواکونوسره دطالبانو دنښتې له امله يو پوليس شهيد او څلور تنه نور يې بې درکه شوي دي .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالروف  احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل، داوبې  ولسوالۍ په چشمه سيمه کې دغه جګړه  له هغه وروسته  ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په دغې ساحه کې دپوليسو په پوستو دبريد نيت درلود چې له امله يې يو پوليس  شهيد اوڅلور تنه نور يې بيدرکه شوي  دي.
ديوه اړونده خبرځاى  دڅرګندونو له مخې، په دې نښته کې وسله  والو  طالبانو ته هم دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې نه دى څرګند شوى .
خبرځاى زياته کړه تراوسه پورې دڅلورو بيدرکه شويو سرتيرو دبرخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته