سیاست

قانونپوه سرور دانش: آيت الله سيستانى دافغانستان خلکو ته خاصه پاملرنه لري

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ٥ :
د يوې لوړې مرجع آيت الله العظمى سيدعلي حسيني سيستاني استول شوي هيئت نن د جمهور رييس له دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
آيت الله العظمى سيستاني د يوي سترې دينې مرجع په توګه، د عراق په نجف ښارکې ژوند کوي او زيات علمي آثار او تاليفات لري او په ټوله نړۍ کې يې مسلمانانو ته ستر خدمتونه کړي دي. ده د اسلامي مذهبونو د نږديوالي په باب هم زياتې هلې ځلې کړې دي.
په دې کتنه کې د آيت الله صالحي، آيت الله واعظ زاده بهسودي، آيت الله پرواني، آيت الله عارفي، د لويديځ کابل د جمعه امام حجت الاسلام والمسلمين قديرعالمي، د آيت الله محقق کابلي د دفتر استازو، آيت الله فياض او د نورو مشرانو او د هېواد د علميه حوزو د مسوولينو په ګډون ګڼ شمېر عالمانو هم برخه لرله .
په پيل کې د آيت الله العظمى سيستاني د استول شوي هيئت رييس شهرستاني  د جګپوړو دولتي مقاماتو او دملي شخصيتونو په تېره بياد جمهور رييس د دويم مرستيال د تاوده هرکلي له امله قدرداني وکړه او ويې ويل: دغه هيئت په پام کې لري په افغانستان کې د خپلې استوګنې په بهيرکې بېلابېلې سيمې وګوري او د افغانستان د ديني مرکزونو د حالت په باب يو رپوټ  آيت الله سيستاني ته وړاندې کړي.
په مقابل کې د جمهور رييس مرستيال د افغانستان مسلمانو خلکو ته د آيت العظمى سيستاني ددغه عاليقدر مرجع د پاملرنو له امله مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل: آيت الله سيستاني په اسلامي نړۍ کې له سترو ديني او اغيزمنو شخصيتونو څخه دى او د افغانستان خلکو ته هم خاصه پاملرنه او عنايت لري .
قانونپوه دانش افغانستان ته د دغه هيئت د سفر تود هرکلى وکړ او هيله يې وکړه  چې د دغه هيئت سفر وکولاى شي د سيمې په کچه د عالمانو، ديني مرکزونو او د علميه حوزو ترمنځ د همغږۍ په لاره کې يو اوچت  ګام وي .
افغانستان ته د دغه هيئت د سفر هدف د مدرسو او علميه حوزو کتنه، د خيريه مرستو برابرول او د هېواد د ځينو محرومو سيمو اوسيدونکو ته د ټولګټو پروژو عملي کول دي .
د آيت الله سيستاني استول شوي هيئت په هغې ميلمستيا کې ګډون وکړ چې د جمهور رييس دمرستيال له خوا شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته