نړۍ

د تونس جمهور رييس په هيواد کې فوق العاده حالت اعلام کړ

تونس- بى بى سي – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٤
د تونس جمهور رييس محمد الباجي قائد السبسي د دغه هيواد په يوې سياحتي سيمې له تروريستي بريدڅخه يوه اوونۍ وروسته فوق العاده حالت اعلام کړى دى.
باختر آژانس دبهرنيو خبر ځايونو له خولې خبر راکړ:
د تونس په سياحتي سيمه کې د (امپريال مرحبا) په ساحلي هوټل د روان کال د چنګاښ د مياشتې د پنځمې نيټې په بريدکې ٣٨ تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول چې دا ډير خونړى بريد بلل شوى دى.
په تونس کې د فوق العاده حالت اعلام پوليسو ته زيات واکونه ورکوي او ددغه هيواد پارلمان ته د محدوديتونو د پيدا کيدو سبب کيږي.
وروستى ځل په ٢٠١١ م کال کې او د تونس د پخواني جمهور رييس زين العابد ين بن علي د حکومت پرخلاف د پراخو نا آراميو په بهيرکې په دغه هيوادکې فوق العاده حالت اعلام شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته