اقتصاد

په قندهار کې د شېدو ټولولو دوه مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه / باختر
د قندهار په ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې د شېدو ټولولو دوه مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د باختر آژانس خبر له مخې؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري قندهار ته د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د پروژو د پرانستې په موخه چې په کې د ممیزخونو او سړوخونو جوړول او د مېوو او سبو د لمریزو د ستګاوو وېش شامل دي یاد ولایت ته تللی دی او په دغه سفر کې یې د شېدو ټولولو دوه مرکزونه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د دغو مرکزونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱۴.۳ میلیونه افغانۍ دی.
دغه مرکزونه د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په ۷۵ سلنه ونډې سره جوړې شوي دي.
ددغو مرکزونو په جوړولو کې، د مرکزونو ودانۍ جوړول او د شېدو ټولولو د یادومرکزونو د اړتیاوړ ټکنولوژۍ شاملې دي.
د هر مرکز وړتیا په ورځ کې ۱۲ زره لیټره شېدې دي.
دغه مرکزونه له مالدارانو شېدې راټولوي او بیا د میلکو کمپنۍ له خوا پروسس کیږي.
د میلکو کمپنۍ د شېدې ټولولو د یادو مرکزونو ترڅنګ پنځه نور مرکزونه هم لري او د ورځې ۲۵ زره لیټره شېدې پروسس کوي.
میلکو ډول ډول لبنیات تولیدوی چې په کور دننه د پلور ترڅنګ نورو هېوادونو ته هم صادریږي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته