امنیت

دوسله والو طالبانو نومول شوې ولسوال مرستيال له پنځو تنو افرادو سره يې ووژل شول .

کابل باختر دلړم لومړي :
دجوزجان سيمه ئيز مسوولين وايي چې دجوزجان ولايت دفيض اباد ولسوالۍ لپاره دوسله والو طالبانو دنومول شوې ولسوال مرستيال له امنيتي ځواکونوسره دنښتې له امله له پنځو  تنو افرادو سره  يې ووژل  شو .
دجوزجان دوالي وياند محمد رضا غفوري دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه پرون هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو دفيض اباد ولسوالۍ د کوکلداش په کلي کې دوګړني پاڅون کوونکو دځواکونو پرامنيتي پوستو بريدونه وکړل  خو دکومکي ځواکونو په رسيدو سره له ماتې سره مخامخ شول .
غفوري  زياته کړه په دې پيښه کې  دفيض اباد  ولسوالۍ لپاره  دطالبانو نومول شوې ولسوال  دمرستيال په سخي مشهور  ملنګ او دطالبانو د دوو تنو سرګروپانو او دملا رحماني  په ګډون پنځه تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او پنځلس تنه نور يې ټپيان شول .
  ده زياته کړه په دې  جګړه کې دوه تنه وګړني  پاڅون کوونکي هم ټپيان شوي دي او دطالبانو شپږ وسلې او درې موټرسايکلونه هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته