سیاست

جمهوررئیس غني د افغانستان صنعتکارانو سره وکتل

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د افغانستان صنعتکارانو سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې په پیل کې د ټلنټ تبلیغاتي شرکت رئیسې ویدا پوپل د خبرو پرمهال له جمهور رئیس څخه د صنعتکارانو نندارتون ته د ورتلو او ملاتړ له امله مننه وکړه. هغې په کابل کې د جوړ شوي درې ورځني نندارتون په اړه معلومات ورکړل.
اغلې ویدا وویل، دغه نندارتون له بهرني تمویل او ډونر پرته افغان صنعتکارانو او متشبثینو په خپلو امکاناتو جوړ کړ. هغې وویل، له ۲۰۱۴ کال وروسته د خلکو ناهیلي زیاته شوې وه، خو افغان صنعتکارانو او متشبثینو په خپلو فعالیتونو دا ثابته کړه چې لا هم په افغانستان کې د کار او پانګونې کافي فرصتونه موجود دي.
دې د متشبیثو مېرمنو تولیداتو ته د بازار نشتوالی، اصل کارګر ته د مزد نه رسېدل او د غالیو اوبدلو لپاره د داخلي خامو توکو نشتوالی د صنعتکارانوپه ځانګړې ډول د افغان متشبثو مېرمنو د عمده ستونزو په توګه یادې کړې.
ورپسې د صنعتکارانو سراسري اتحادیې مرستیال اجمل عازم خصوصي سکتور او په ځانګړي ډول صنعتکارانو ته د جمهور رئیس له پاملرنې څخه په مننې د برېښنا او د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکو نشتوالی، د مالیاتو د قانون نه تعدیل او د واحدې مرجع او رهبرۍ نشتوالی د افغان صنعتکارانو د ستونزو په توګه یادې کړې.
ښاغلي عازم وویل، سکتوري وزارتونه د صنعتکارانو د ستونزو حل ته لازمه توجه نه کوي. هغه زیاته کړه، که اسانتیاوې ورته برابرې شي د کتابونو د چاپ چارې به په هېواد کې دننه ترسره شي.
د یادو ویناوالو د ویناو او معلوماتو له اورېدلو وروسته جمهور رئیس غني د افغان صنعتکارانو فعالیتونه او هلې ځلې وستایلې او څرګنده یې کړه، د افغانستان د سوداګرۍ اوسنی بیلانس ځورونکی دی، ځکه د سیاسي استقلال لپاره اقتصادي استقلال مهم دی.
جمهور رئیس غني په دې په ټینګار چې افغانستان باید له واردونکي هېواد څخه په صادرونکي هېواد بدل شي وویل، دا نه یوازې ممکن، بلکې حتمي او ضروري ده او په همدې خاطر موږ داخلي تولیداتو ته ۲۵ سلنه ترجیح ورکړې ده.
د هېواد جمهور رئیس وویل، دولت، خصوصي سکتور او مدني ټولنه د سوداګرۍ بیلانس ټاکي او له صنعتکارانو څخه یې وغوښتل چې د سکتوري وزارتونو د اصلاح لپاره همکاري وکړي. هغه زیاته کړه، تاسو د صنعت هغه برخې چې د دولت د خریدارۍ له لارې په پښو ودرېدلی شي تشخیص او له جمهوري ریاست سره شریکې کړئ.
محمد اشرف غني وویل، که افغان صنعتکاران خپل تولیدات معیاري کړي، نو دولت به د ملي دفاع، کورنیو چارو، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د اړتیا وړ توکي له دوی څخه وپېري. هغه له افغان صنعتکارانو څخه وغوښتل چې عرضه او تقاضا ته ارتباط سره ورکړي.
جمهور رئیس غني اصل کارګر ته د مزد د رسېدو په خاطر  د ارزښت ځنځیر په رامنځته کولو ټینګار وکړ او وې ویل،  افغان ښځې دې هم په دغه ځنځیر کې شاملې شي. هغه زیاته کړه، په کابل کې به افغان ښځو ته د دوی د تولیداتو د بازار موندنې په خاطر یو مارکېټ جوړ شي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، افغان غالۍ اوبدونکو ته د ښارګوټي په موخه ځمکې ورکړل شوي او حکومت تیار دی چې افغان صنعتکارانو ته د صنعت او فعالیتونو د زیاتوالي په موخه نورې ځمکې هم په واک کې ورکړي، خو د دغو ځمکو وېش باید شفاف او عادلانه وي چې د اعتماد فضا رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته