سیاست

جمهوررئیس غني په دولتي ادارو کې د ښځو پر ونډې ټینګار وکړ

کابل خبري منابع باخترد تلي دمياشتې ١٣نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د هېواد لومړۍ مېرمن د بلخ ولایت د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالینو سره وکتل. د جمهوررئيس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ . په دې کتنه کې مېرمنو، په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې د زیاتولو، ښځو ته د کاري فرصتونو د ایجادولو، په کاري چاپېریال کې د وړکتون د نشتوالي، د ښځینه زندانونو د معیاري کولو اود ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو په برخوکې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل. د هېواد لومړۍ مېرمن ددغو مېرمنو د خبرو له اورېدو وروسته وویل، ستاسې هڅه او تمرکز باید ښځو د ظرفیت پر لوړولو وي ، تر څو د کارموندنې په بهیر کې بریالۍ شئ. دغه راز د هېواد لومړۍ مېرمن زیاته کړه، فردي تشبث او نوښت کولای شي د ښځو لپاره د کارموندنې او اقتصادي وضعیت د تغیر په برخه کې ګټورتمام شي. وروسته جمهوررئیس غني په بېلابېلو برخو کې د بلخ ولایت د مېرمنو له هڅو قدرداني وکړه وې ویل، د بلخ ولایت مېرمنې د ښو ظرفیتونو څخه برخمنې دي او اړتیا ده دغه ظرفیتونه طبقه بندي او په مناسبو ځایونو کې ترې استفاده وشي. هغه زیاته کړه، ښځې باید د کار د بازار مطابق خپلې لوړې زده کړې وکړي، ترڅو اړتیاوې یې رفع شي. د هېواد جمهوررئیس د کرنیزو تولیداتو په پروسس او صادراتو کې د ښځو رول او ونډې ته اشاره وکړه وې ویل، که د څو قلمه کرنیزو توکو پرتولید، پروسس او صادراتو تمرکز وشي، د افغانستان صادرات به زیاتوالی ومومي. جمهوررئیس غني په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه مهمه وبلله وې ویل ، ټول رئیسان چې په اداره کې یې تر ۵ کلونو زیات کار کړی دی ، تبدیلېږي او د رقابت زمینه برابرېږي. هغه زیاته کړه، ښځو لپاره په سیالیو کې ۱۰ اضافي امتیازه په پام کې نیول شوي دي. د هېواد جمهوررئیس وویل ، د ټولو ښځینه بندیانو دوسیې به بیا تر غور او څېړنې لاندې ونیول شي او په شرایطو برابرې ښځې به د عفوې او تخفیف له فـــــرمان څخه برخمنې شي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته