امنیت

شپږ څلويښت تنه وسله وال طالبان له دولت سره يوځاى شول .

کابل باختردلړم دمياشتې ١٩ :
د وسله والو طالبانو اته تنه قوماندانان نن په بغلان ولايت کې له خپلو اته ديرشو تنوافرادو سره دسولې له بهير سره يوځاى شول.
دغه کسان د مرکزي بغلان دولسوالۍ په مربوطاتو کې له دولتي ځواکونو سره يوځاى شول.
دبغلان ولايت  دملي امنيت رييس بريد جنرال عبدالناصر باختراژانس ته وويل  :
  له دولت سره  يوځاى شويو افرادو  دخپلو شپږ ديرش ميلو وسلو سره ددغه ولسوالۍ له بيلابيلو ساحو څخه له دولت سره  له دښمنۍ څخه  لاس واخيست او دسولې له بهير سره يوځاى شول .
  دبغلان والي  سلطان محمد عبادي ددغو کسانو پيوستون دامنيت په تامينولو ،  دبيارغاوني دبهير دپرمختګ او په شفافواو عادلانه  ډول دراتلونکو  انتخاباتو  دترسره کولو لپاره مهم وبلل او له هغوى څخه يې وغوښتل چې دخپلواړوندو ساحو دامنيت په تامينولوکې  هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته