کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٥
د ظفر قول اردو د پوځي عملياتو د ترسره کولو لپاره زياتو پرمختللو تجهيزاتو
او وسلو ته اړتيا لري .
د ظفر قول اردو مرستيال بريد جنرال مصطفي صديقي د ملي اردو دځواکونو افسرانو او منسوبينو سره په غونډه کې دتجهيزاتو او وسلو په ساتلو کې ټينګار وکړ او ويې ويل دملي اردو ځواکونه د خپلو پوځي فعاليتونو د پياوړتيا لپاره دنويو او پرمختللو وسلو او تجهيزاتو غوښتنه کوي .
ده ددغو ځواکونو له خوا د موجودو وسلو په ساتلو ټينګار وکړ .
جنرال صديقي وايي د اردو دځواکونو له خود کفايي او له تروريزم سره د مبارزې
په لاره کې پرمختللو پوځي وسلو او تجهيزاتو ته اړتيا شته .
دغه راز يو شمير پوځيانو دتجهيزاتو د ښه والي او دهغو دساتلو په خاطر هر يوه خپلې طرحې وړاندې کړې.
0 1 دقیقه لوستل