امنیت

د کابل ولايت امنيه قوماندان: په پايتخت کې د جرمونو کچه ټيته شوې ده

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٧
دکابل ولايت امنيه قوماندان وايي چې په پايتخت کې دجنايتنوګراف ټيټ شوى دى.
جنرال عبدالرحمن رحيمي وايي چې په تيرو دوو اوونيوکې ١٣٦ تنه په کابل ښار کې په ٨٣ بېلابېلو جنايي او تروريستي قضيوکې دملي پوليسو دځواکونو له خوا نيول شوي دي او په کابل ښارکې د جنايي پيښو ګراف د تيرکال په پرتله ټيت شوى دى او د ځينو جنايتونو او د ورانکار فعاليتونو مخه هم نيول شوې ده.
ده په کابل کې د جنايتونو عوامل ډول ډول وبلل او د اقتصادي تنګسيا، په نشه يي توکو روږديتوب يې په کابل کې د جنايي جرمونو اصلي عامل وباله .
ده يادونه وکړه چې پوليسو ٢٤ تنه نور د نشه يي توکو په قاچاقو کې د لاس لرلو په اړوند نيولي دي او ٧٠ بوتله الکولي مشروبات يې ترلاسه کړي دي.
دغه راز پوليسو په تيرو دوو اوونيوکې په کابل ښار او د کابل ولايت په اړوندو ولسواليوکې د ځينو تروريستي پيښو مخه هم نيولې ده او د کابل پوليسو څه موده مخکې په کابل ښار او د کابل ولايت په اړوندولسواليو کې د (ام. بي-١) توغندي ١٠ ماينونه، د آر. پي.جي- ٧) توغندي ٩ ماينونه ،١٠ چسپکي ماينونه، د وسايطو ضد ٨ ماينونه او ٤٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کشف او شنډکړل.
که څه هم د کابل ورازت د امنيتي قوندانۍ مقامات په کابل ښارکې د جنايي پيښو دکمښت خبره کوي؛ خو د کابل ښار اوسيدونکي د غير مسوولو وسله والو کسانو د شتون او د جنايي جرمونو له پلوه سر ټکوي او وايي: لکه څنګه چې لازمه ده؛ د جرمونو مخه نه ده نيول شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته