امنیت

په ننګرهار کې ۲۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول

۲۰- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
په ننګرهار کې د ملي امنیت منسوبینو تېره اوونۍ د عملیاتو پر مهال ۲۰ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
ځايي چارواکي وايي چې په نیول شویو کسانو کې ۱۴ وسله والو طالبان، د داعش ډلې دوه غړي، دوه انسان تښتوونکي او دوه تنه نور شامل دي.
د ننګرهار مرستياله حبيبه کاکړ وايي چې دغه کسان په جلال آباد ښار او چپرهار، خوږياڼو او سره رود ولسواليو کې نیول شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته