نړۍ

له تروريزم سره دمبارزې پر اړتيا باندې دپاکستان دجمهور رييس ټينګار

اسلام اباد ډان   باختردلړم دمياشتې ١٥ :
دپاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري د اسيادجنوب دسيمې دهمکاريو دسازمان له غړو هيوادونو څخه وغوښتل  چې بنسټ پالو دګواښونو اود تروريزم دپديدې په باب جدي مبارزه وکړي.
دباختراژانس دخبرله مخې،دپاکستان جمهوررييس داسيا دجنوب دسيمې دهمکاري سازمان دغړو هيوادونو له پارلماني استازوسره په کتنه کې چې له تروريزم اوبنسټپالنې سره دمبارزې په کنفرانس کې دګډون لپاره اسلام اباد ته ورغلي دي؛ له تروريزم سره دجدي مبارزې غوښتنه وکړه.
آصف علي زرداري چې خبرې يې پرون په پاکستاني رسنيوکې په پراخه توګه منعکس شوې وويل: چي په تېره لسيزه کې دسيمې دهيوادونو خلک دبنسټ پالنې له جدي ستونزو او د تروريزم له ګواښ سره مخامخ دي.
د رارسيدلو خبرونو له مخې، داسيا دجنوب دسيمې دهمکاريو دسازمان استازى په درې ورځني غونډۀ کې په ګډون سره دغړو هيوادونو دپارلماني همکاريو دپياوړتيا غوښتنه وکړه.
دآسيا دجنوب دسيمې دهيوادونو دهمکاري په سازمان کې افغانستان ، بنګله ديش ، بوتان ، هند ، مالديف ، نيپال ، پاکستان او سريلانکا غړيتوب لري چې په دغو هيوادونو کې څه دپاسه يو اعشاريه شپږمليارده تنه ژوند کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته