امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په ميدان وردګوکې ووژل شول

کابل – باختر دلړم نهمه:
دميدان وردګو په ولايت کې دناټو او دافغان ځواکونو په ګډو عملياتو کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
دغه عمليات له هغه وروسته پيل شول چې وسله والو طالبانو ددغه ولايت په نرخ ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو پر پوستو دبريدنيت وکړ.
دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوال محمد حنيف حنيفي باختر آژانس ته وويل : دغه عمليات چې تېره شپه دنرخ ولسوالۍ په کريمداد کلې کې پيل شوي وو؛ له امله يې درې تنه جګړه مارطالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل: په دغو عملياتوکې پنځه تنه نور جګړه مارطالبان دناټو دځواکونو له خوا ونيول شول.په دغو عملياتوکې دسيمې خلکو او امنيتي ځواکونو ته زياته نه دې اوښتې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته