نړيوالې خبري منابع باختردچنګاښ دمياشتې١١ نيټه
په کابل کې د هند سفارت په ختيځ ښار جلال آباد کې ښار کې پرونى بريد چې پ کې هندوان او سېکهان په نښه شول، په کلکه غندلى دى.
د هند سفارت د يوه بيان په خپرولو سره ويلي چې دا بريد د نړيوال ترورېزم پر ضد په متحدانه توګه د نړيوالې مبارزې په اهميت ټينګار کوي او د ترورېزم پلويان چې په هره بڼه وي، بايد ځواب ورکوونکي واوسي.
په دې بريدکې چې د يو موټر بم په وسيله شوی، لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي چې ۱۷ تنه يې هندوان او سېکهان دي.
د سېکهانو يو مشر اوتار سنګهـ خالصه چې د ولسي جرګې د انتخاباتو يو کانديد و، هم په دې بريدکې وژل شوی دی.
د داعش ډلې د دغه بريدمسووليت منلی دی .
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل